بادغیس کې سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په بادغیس ولایت کې د وري په ۱۰ او ۱۱ نېټه له ۸۶۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنيو کې راستانه شوي او اړمن شامل وو، چې وړاندې هلته د دغه ولايت د مهاجرينو ادارې له خوا په مرکز کې سروې شوي وو.
دغه مرسته پر ۲۰۱ کورنیو هر یوې د ۱۸زره او۷۶۰ افغانیو او پر ۶۶۵ نوروکورنیو هرې یوې د ۱۳زره او۷۰۰ افغانیو په ارزښت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له لوري وه، چې د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا ووېشل شوه.