د فاریاب ولایت د بېړنیو حالاتو کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr
-

د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې، له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د بېړنۍ کمېټې ناسته د مرستيال والي مولوي حميدالله ارشاد په مشرۍ  وشوه.

دغه ناسته چې د اقتصاد، مهاجرینو چارو، کلیو پراختیا، قومونو او قبایلو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، ښاروالۍ او ټولګټو ریاستونو د رئیسانو په شتون کې جوړه شوې وه، چې موخه یې هلته د ښار شاوخوا او ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن شویو سره مرسته او همکاري وه.

په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ولایت مقام او سکتوري رئیسانو په همغږۍ دې یوه کمېټه جوړه شي او هغه کسان چې د میمنې ښار شاوخوا او د ولسوالیو او بېلابېلو سیمو کې له دغو پېښو څخه اغېزمن شوي دي، له مرکزي چارواکو او بهرنیو بنسټونو سره  دې د مرستې او همکارۍ په موخه شریک کړي.