لوګر کې له ۳۳۶ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr

په لوګر ولایت کې پر ۳۳۶ اړمنو او راستنیدونکو کورنیو د وري ۲ مه نېټه د نغدي پیسو او د بخارۍ مرسته وشوه.

دغه کورنۍ وړاندې  هلته د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې.

او د مهاجرت نړيوال سازمان په مرسته ۳۰۰ کورنيو هرې يوې ته ۱۸ زره ۷۶۰ افغانۍ او ۳۶ نورو کورنيو ته د ۱۳ زره ۷۰۰ افغانۍ له یوې یوې بخارۍ سره مل ورکړل شوې.