لوګر کې له ۳۴۹ کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-03/417547907_433061472420310_7361239782653861318_n.jpg)
په لوګر ولایت کې له ۳۴۹ اړمنو کورنیو او راستنېدونکو سره د کب ۲۹ مه نېټه د نغدي پیسو او د بخارۍ مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري د ۱۸ زره او ۷۶۰ افغانيو او يوې بخارۍ مرسته ورسره وشوه.
په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې سلګونه نورې کورنۍ هم له دې مرستو برخمنې شي.