لسګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۶۹ تنه افغان مهاجرین د کب ۲۸مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۴ کورنۍ چې ۶۹ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.