پکتیکا کې له ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په پکتیکا ولایت کې د کب ۲۲مه نېټه له ۵۱۷ راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دغه کورنۍ وړاندې هلته د  مهاجرینو ادارې له لوري اړمنې پيژندل شوې وې.

هرې کورنۍ ته ۹ زره او ۳۰۰ افغانۍ د ډنمارک د مهاجرت شورا له خوا او د پکتیا د مهاجرینو آمریت تر څارنې لاندې ورکړل شوې.