ننګرهار کې سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په ننګرهار ولایت کې د کب پر ۱۹ مه نېټه په ۴۴۳ راستنو شوو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یادې شوې کورنۍ چې مخکې د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د دغه ولایت په کوز کنړ ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې.

یاده شوې مرسته ۵ ډوله خوراکي مواد چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري وو، د مهاجرینو چارو د ادارې تر څارنې لاندې ورکړل شول.