ننګرهار کې څه باندې زرو کورنيو سره بشري مرستې وشوې

sadam_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د کب پر ۱۵مه په دغه ولایت کې پر یو زرو او ۷۵۲بې ځایه شویو کورنیو بشري مرستې وویشل شوې.

په دغه کورنیو کې راستنېدونکي او اړمن شامل وو، چې پخوا هلته د مهاجرینو رياست له لوري د يو شمېر همکارو بنسټونو په همکارۍ  مستحق پېژندل شوي وو.

د دې مرستو له مخې د سپين غر، بټي کوټ او اچين ولسوالۍ له يو زرو ٥٨ کورنيو سره، پنڅه ډوله خوراکي توکي د خوراک نړيوال سازمان له لوري، د دره نور ولسوالۍ له ١٨٥ کورنيو سره د ٢٣ زره ٤١٠ افغانيو په ارزښت مرسته د ډنمارک د مهاجرت شورا له خوا او په خوګیاڼيو ولسوالۍ کې ۶۰۹ کورنیو ته د ډاکار موسسې له لوري روغتیایی کڅوړې ورکړل شوې، چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست په همغږۍ او څارنه و وېشل شوې.