ننګرهار کې ۴۲۱ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته شوه
د (IMC، WFP) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۲۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د خوګياڼو او شېرزادو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹ مه د IMC موسسې له لورې ۸۱ بېځايه شوو کورنيوهرې کورنۍ ته ۲۵۷ امريکايي ډالره نغدي او پاتې نورو کورنيو هرې کورنۍ ته د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.