ميدان وردګو کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (DRC، DACAAR ، WFP) موسسو له لورې د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي اوروغتيايي کڅوړومرسته ووېشل شوه.