سرپل کې ۳۴ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د کب په ۶ مه نېټه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ۳۴ جبري راستنېدونکو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.

 يادې کورنۍ پخوا د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرينو آمریت له لوري اړمنې پېژندل شوې وې، چې وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري ۱۸ کورنيو ته ۱۵ ــ ۱۵  زره او ۱۶ کورنيو ته ۱۰ ــ ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.