بدخشان ولایت کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو د کمېټې ناسته جوړه شوه

sadam_morr
-

 د راستنېدونکو او بېځايه شويو کسانو د تلپاتې اوسیدو او د بيا میشتیدو کمېټې ناسته د کب په ۵ مه نېټه په بدخشان ولايت کې د جبري مهاجرینو ستونزو ته په جدي توګه د حل په موخه د دولتي ادارو او بهرنيو مؤسسو د استازو په ګډون جوړه شوه.

 په دغه ناسته کې د دغه ولايت د بشري سرچينو رييس مولوي عبدالقدیر راشد وويل: هغه ارګانونه، چې د بې ځايه شويو کسانو د چارو د پرمخ بيولو مسووليت لري، بايد د دغو ستونزو د هواري او له هغوى سره د مرستو په رسولو کې له هيڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه کړي. هغه په ​​دې ساړه موسم کې د بې کوره شوو کسانو سره د مرستې غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې له همکارو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د خلکو له اړتیا سره سم خپلې مرستې پر وخت وویشي.

 د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي محمد يونس جهادمل وويل: په روان کال کې له ايران، ترکيې او پاکستان څخه څه د پاسه ۴ زره مهاجرین بدخشان ولایت ته را داخل شوي، چې له دې جملې څخه ٦٥ کورنۍ په جبري توګه له پاکستان څخه ايستل شوي او ورسره مرستې هم شوې دي.

 په ناسته کې د مرستندویه ادارو مسوولینو د راستنیدونکو سره د چلند د څرنګوالي پلانونه او پروسې تشریح کړې او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.