ایران کې مېشت تر ۱۰۰۰ زیات مهاجرین په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

 په ایران کې مېشت  ۱ زرو او ۵۸۸ مهاجرین د کب په ۵ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له پولې هېواد ته راستانه شول.

 د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ، په يادو شويو کسانو کې، چې کورنۍ هم شاملې وې ۳۷۴ تنه اړمن وپېژندل شول او د مرستې د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول، خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.

 ۲۰ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچېلډ مؤسسې ته وروپېژندل شول، ۷ کورنیو ته ۱۰ــ ۱۰ زره افغانۍ، ۱۰ تنو ته وړیا سیمکارتونه په پوله کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري ورکړل شول او ۲۳۶ تنه نور له  روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.