پکتیکا ولایت کې له لسګونو تنو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

  په پکتیکا ولایت کې د کب په ۲ مه نېټه ۹۲ کارګرو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.

 په دغو کسانو کې هغه راستنېدونکي هم شامل وو، چې پخوا د مهاجرينو رياست له لوري د پکتیکا ولايت د سر روضې ولسوالۍ د کانالونو پاکولو ته ګومارل شوي وو.

 د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې له خوا د یوې میاشتې کار د تر سره کولو په بدل کې هر یو کس ته ۹ زره او۱۰۰ افغانۍ د کار په ساحه کې ورکړل شوې.