تر زرو زیات مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت یو زرو ۶۴۱ مهاجرین د کب میاشتې پر دویمه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد راستانه شول
د هرات د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۴۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
همدارنګه ۳۰ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۷ کورنیو هر یوې ته لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې، ۱۲۱ تنو ته د ګومارل شویو کمېټو له خوا په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو
او ۳۲۹ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.