جوزجان ولايت کې لسګونه سرپناوې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
![-](/sites/default/files/2024-02/%D8%AC%D9%88%D8%B2%D8%AC%D8%A7%D9%86_0.jpg)
د جوزجان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو رياست د خبر له مخې، د کب مياشتې پر ۲ مه نیټه په دغه ولايت کې ٨٦ سرپناوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د جوزجان د مهاجرینو رییس ملا امان الله طلحه جوزجاني په وينا، دغه سرپناوې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ د فيض اباد ولسوالۍ او د شبرغان په شاوخوا سيمو کې د مستحقو او اړمنو کسانو لپاره د ۴ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي، چې دوه خونې، يو دهليز او يو تشناب د سولري سيسټم په درلودو سره د مهاجرينو د رییس او د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د استازو په شتون كې مستحقینو ته وسپارل شوې .
د جوزجان د مهاجرینو رییس د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او له پلي کوونکي بنسټ څخه د سرپناه جوړولو، د سړکونو د پخولو او د نغدي مرستو د وېش له امله مننه وکړه او د دغسې مرستو د دوام غوښتنه یې څرګنده کړه.