فاریاب کې له ۱۵ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

فاریاب ولایت کې د کب پر لومړۍ نېټه پر ۱۵ بې ځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د سرپناه د جوړېدو لپاره د ۴۲ زره ۱۰۷ افغانيو په ارزښت لومړی برخه د ناروې د مهاجرت شورا له لوري وه، چې هر يو يې تر پېژندنې وروسته د دغه ولايت د مهاجرينو رياست تر څارنې لاندې د شیرین تګاب، پشتونکوټ، خواجه سبزپوش، دولت اباد، خیبر او ګرزیوان ولسوالۍ کې ترلاسه کړې.