تر زرو زیات مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په ايران کې مېشت یو زرو ۶۶۶ مهاجرین د کب میاشتې پر دویمه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد راستانه شول

د هرات د سرحدي آمریت  د معلوماتو له مخې، په یادو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۹۲تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

 همدارنګه ۲۰ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۴۰ کورنیو هر یوې ته لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې، ۸۱ تنو ته د ګومارل شویو کمېټو له خوا په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو

او ۲۸۷نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.