تخار کې له ۲۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%B1.jpg)
په تخار ولایت کې د سلواغېپه ۲۸مه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ۲۴ راستنېدونکو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته په دوو برخو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا د ٢٤ زره او ٢٧٠ او ٤٨ زره او ٥٤٠ افغانيو په ارزښت وه، چې هرې کورنۍ ته د ياد ولايت د مهاجرینو چارو رياست تر پېژندنې وروسته ورکړل شوه.