په لوګر ولایت کې د میشت ځایونو د ولایتي کمیټې بېړنۍ ناسته جوړه شوه

anwari_morr
-

 د لوګر ولایت د مېشتېدنې ولایتي کمېټې بېړنۍ ناسته د سلواغې په ۲۵مه نېټه د دغه ولایت د غونډو په تالار کې د مرستیال والي په مشرۍ ، د مؤسسو د رییسانو او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.

 په دې ناسته کې د اجباري او په خپله خوښه  راستنیدونکو د وضعیت د ښه والي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

 ګډونوالو ژمنه وکړه چې د راستنیدونکو وضعیت ته د رسیدو له پاره به همکاري وکړي.