په ایران کې مېشت تر۱۰۰۰ زیات افغان مهاجرین په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

anwari_morr

 په ایران کې مېشت ۱ زرو او ۶۲۵ تنه مهاجرین د هرات د اسلام کلا له فرضي کرښې د سلواغې په ۲۵ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

 د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، د يادو شويو کسانو له ډلې څخه ٣٥٩ تنه چې کورنۍ  هم په کې شامل وې، د مرستو په موخه د مهاجرت  نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.

 ۲۸ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچیلډ مؤسسې ته ور وپېژندل شول، همدا ډول  ۴۸ کورنیو ته ۱۰ ــ ۱۰ زره افغانۍ او ۱۰۲ تنو ته په وړیا ډول سیم کارتونه په فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شول او ۴۲۴ نورو کسانو له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.