د ننګرهار سرحدي آمر د همغږۍ ناسته وکړه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمر بخت جمال ګوهر د سلواغې په ۲۳مه د دغه ولایت د یو شمېر همکارو موسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

هغه له ټولو همکارو موسسو مننه څرګنده کړه چې مهاجرینو ته یې غوره خدمات وړاندې کړي دي.

د یادو موسسو مسؤلینو په وار وار خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د تورخم له سرحدي آمر څخه یې د ښو فرصتونو او ښې همغږۍ او پر وخت د ستونزو د حل له امله مننه وکړه، هغوی د خپلو پلیو شوو او راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې شته او رامنځته شویو فرصتونو ته په کتو  هره موسسه به د خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال د اسلامي احکامو او د افغانستان د دودونو په نظر کې نیولو سره خپله  کاري ساحه پراخوي.

د  ناستې په پای کې د تورخم سرحدي آمر د لا نورو مرستو ډاډ ورکړ او له ټولو همکارو نسټونو یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه څرګنده کړه.