کندز کې له سلو زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr
-

دکندز ولایت دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د سلواغې په ۲۳ مه په دغه ولایت کې له ګاونډیو هیوادونو څخه په ۱۱۸ جبري راستنیدونکو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.

دغه مرسته پر ۱۱۸ کورنیو ۷۰۰ ډالره او ۳۰۰ نورو کورنیو ته ۳۰۰ امریکايي ډالره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.