تر ۱۰۰ زیات مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول

anwari_morr


 د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۱۵۴ افغان مهاجرین د سلواغې په ۲۳ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو لو پر بنسټ،۲۱ کورنۍ چې ۸۰ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۴ کورنۍ چې ۷۴ تنه کیږي په جبري توګه له یادې فرضي کرښې څخه راستنې شوې او د مهاجرينو په اداره کې سره تر ثبتېدلو  وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې.

 د ګومارل شوې کمیټې لخوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.