له پاکستانه ۱۷ تنه مهاجرین په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

  په پاکستان کې مېشت ۱۷ افغان مهاجرین د سلواغې په ۲۲مه نېټه د کندهار ولایت د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۳ کورنۍ، چې ۱۷ تنه کیږي په جبري توګه له يادې فرضي کرښې څخه را ستانه شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې.

 د یادې کمیټې له لوري هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.