ایران کې تر ۸۰۰ زیات مېشت افغان مهاجرین په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شول

anwari_morr

 په ایران کې میشت ۸۳۵ تنه مهاجرین د سلواغې په ۲۲مه نېټه د هرات د اسلام کلا له فرضي کرښې څخه خپل هیواد ته راستانه شول.

 د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، د يادو شويو کسانو له ډلې څخه ٣٥٥ تنه چې کورنۍ  هم په کې شامل وې د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.

 ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچېلډ مؤسسې ته ور وپېژندل شول او همدارنګه  ۱۴ کورنیو ته ۱۰ ــ ۱۰ زره افغانۍ او ۳۵ تنو ته په وړیا ډول سیم کارتونه په یاده فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شول او ٢٢٨ نور کسان له روغتيايي خدمتونو برخمن شول.