بلخ ولایت کې له ۷۳ کورنیو سره مرسته وشوه
![-=](/sites/default/files/2024-02/%D8%A8%D9%84%D8%AE%202_0.jpg)
د بلخ ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د سلواغې په ٢٢مه نېټه په دغه ولايت کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري راستنېدونکو ٧٣ کورنيو د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړ.
ياده شوې مرسته د ۶۳ کورنيو څخه هرې کورنۍ ته ۴۸ زره او ۵۴۰ افغانۍ او د ۱۰ نورو کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۲۴ زره او ۲۷۰ افغانۍ، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري وې، د دغه ولایت د مهاجرینو د ادارې تر څارنې لاندې ووېشل شوه.