د ننګرهار تورخم د لېږد رالېږد په آمریت کې له موسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ریاست د تورخم سرحدي آمریت د همکارو موسسو له استازو سره، چې د راستنیدونکو لپاره کار کوي د سلواغې پر ۱۷ مه ناسته وکړه.

 په دې ناسته کې د موسسو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

د ناروې او ډنمارک د مهاجرینو شورا استازو د مناسب ځای د نشتوالي له امله خپلې ستونزې شریکې کړې او د HARO موسسې استازي هم د هغو کم عمرو کسانو په اړه، چې د پاکستان اتباع دي او له ایران څخه افغانستان ته رااستول شوي وو، خو اوس بیرته خپل هیواد ته د تګ اجازه نه لري خبرې وکړې.

د تورخم د انتقالاتو آمر بخت جمال ګوهر ځدراڼ ډاډ څرګند کړ چې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په همکارۍ به دغې ستونزې ته د حل لاره ولټوي.

په تورخم کې د لېږد رالېږد آمر د ستونزو د هواري او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د یادو موسسو د همکارۍ قدرداني وکړه.