ننګرهار کې څه باندې دوه زره کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو رياست د معلوماتو له مخې، د سلواغې پر ١٧مه په دغه ولايت کې دوه زره ٥٠ راستنېدونکو کورنيو نغدي مرسته او غير خوراکي توکي ورکړل شول.

دغه مرسته له ١ زر او ٥٠٠ کورنيو سره ٣٢٠٠ افغانۍ، ٥٠ کورنيو ته  ۲۴  زره او ۱۳۰ افغانۍ د اکشن ایډ موسسې له خوا او پر ٥٠٠ نورو کورنيو د ژمنیو جامو کڅوړې د اسلامي رېليف موسسې له لوري د دغه ولايت د کډوالو چارو رياست په څارنه ووېشل شوې.