تر زرو زیات مهاجرین ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په ايران کې مېشت یو زره او ۶۱۵ مهاجرین د سلواغې پر  ۱۷مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمربت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۶۷۴ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز له ۶۱ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۶۸ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۷۹ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول.

 او ۳۷۵ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.