له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ کډوال په زوره خپل وطن ته ستانه شول

anwari_morr

 د سلواغې میاشتې په ۱۲ او ۱۳ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه ۴۹۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

 د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحداتو ریاست د معلوماتو له مخې، د ۳۴۸ کسانو په ګډون ۷۸ کورنۍ په زوره له پاکستانه راستنې شوې او د کډوالۍ په چارو په ریاست کې له نوم لیکنې وروسته د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.

د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د ١٤٦ تنو په ګډون ٢٩ کورنۍ له يادې پولې څخه په زوره راستنې شوې او د مهاجرت له رياست سره تر نوم ليکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفترونو، د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور معرفي شوې