زابل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
2

د  (UNICEF،WFP) موسسو له لورې د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي،غيرې خوراکې او روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې دخاک افغان، شاجوي او ارغنداب ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۷مه د خورک نړيوال سازمان  له لورې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، دوه کيلو غوړي، اووه کيلو دالنخود، مالګه، دماشومانو خوراکي مواد  او د يونيسف له لورې هرې کورني ته درې کمپلې،يوه ګازډبه، دوه ترپالونه او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.