په بلخ ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

  د بلخ ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو رياست د سلواغې په ۱۳مه نېټه دغه ولايت ته له ګاونډيو هېوادونو څخه د ۸۶ جبري راستنېدونکو کورنيو سره د  مرستو د وېش اعلان وکړ.
 يادې شوې مرستې هغه کورنیو ته، چې مخکې ددې ولایت د مهاجرینو د ریاست له لورې سروې شوې او پېژندل شوې وې په درېيو کټګوريو کې (١٨ زره، ٣٦ زره او ۵ زره او ٢٠٠ افغانۍ) د نړيوال سازمان معاونت هیات او د مهاجرت نړيوال سازمان له لورې مرسته شوې او پرې ویشل شوې دي.