د فرضي پولو له لارې؛ له پاکستان څخه په جبري توګه سلګونه کورنۍ راستنې شوې

anwari_morr

 د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون دګومارل شویو کميټو د راپور له مخې، د ننګرهار، کندهار، نیمروز، کابل، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو څخه ۱۴۶ کورنۍ، چې ۴۱۴ تنه کېږي د سلواغې پر ۱۱ مه نیټه په جبري ډول له پاکستان څخه راستنې شوې، چې په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.

۱۷کورنۍ، چې ۷۱ تنه کیږي خپلو مېنو ته ولیږدول شوې او کرایه ورکړل شوه، ۹۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۱۴۳کورنۍ په لنډمهاله کمپونو کې ځای پر ځای شوې، د یو زرو ۲ تنو درملنه وشوه، ۲۷۰سیمکارتونه، چمتو شوې خوراکي کڅوړې، د څښاک اوبه، ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په سرحدونو کې د مسؤلینو لخوا پرې وویشل شوې.

دغه راز د اطلاعاتو کمېټو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو له خوا راستنو شویوکورنيو ته د نوم ليکنې، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد د پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.

لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل، وپېژندل شول او راستنېدونکو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي، او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم ورته برابر شول.