تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۲۲۲افغان مهاجرین د سلواغې پر ۸ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد تته راستانه شول.

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې۱۷ کورنۍ چې ۱۱۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۸کورنۍ چې ۱۱۰ تنه کېږي په جبري توګه له دغې پولې څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.