په فرضي پولو کې؛ تر ۱۰۰ ډېرې اجباري کورنۍ د ګومارل شویو کمېټو له مرستو برخمنې شوې
له پاکستان څخه د جبري راستنیدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسون د راپور له مخې د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو د پولو له لارې د سلواغې پر ۵ مه نیټه ۱۴۲ کورنۍ، چې ۴۶۵ تنه کېږي په جبري ډول له پاکستان څخه راستنې شوې، ثبت شوې او ورسره مرستې شوې دي.
۱۹ کورنۍ، چې ۸۲ تنه کېږي خپلو اصلي ځایونو ته ولیږدول شوې او کرایه ورکړل شوه، ۷۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۱۲۹ کورنۍ په لنډ مهاله کمپونو کې ځای په ځای شوې، د ۱۶۶ کسانو درملنه وشوه، ۲۵۴ سیم کارتونه، چمتو شوې خوراکي کڅوړې، د څښاک اوبه، ژمنۍ جامې د یادو ولایتونو په سرحدونو کې د مسؤلینو له لوري پرې وویشل شوې.
دغه راز د اطلاعاتو کمېټو او امربالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له خوا دغو کورنیو ته د نوم لیکنې، مالي مرستو، لېږد، د لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پیژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او د ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.
لسګونه هغه کسان، چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل وپیژندل شول او راستنېدونکو ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتېا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم ورته برابر شول.