ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول
په ایران کې مېشت یو زر ۲۰۱ مهاجرین پرون د سلواغې پر ۳ مه د هرات د اسلام کلا له پولې په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول
د اسلام کلا د سرحدي آمریت د راپور له مخې له راستنېدونکو څخه ۵۵۱ تنه اړمن وپېژندل شول او د نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۵۱کورنیو ته لس لس زره افغانۍ ورکول شوې، ۵۳ بې سرپرسته ماشومان د وارچایلډ موسسې ته ور ويېژندل شول او ۳۳ تنو ته د ګومارل شوې کمېټې له خوا په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو
او ۳۲۰ تنه نور له روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شول.