زرو څخه زیات مهاجرین په جبري توګه له ایران څخه راستانه شول

anwari_morr

ایران کې مېشت یو زر او ۱۵۰ تنه مهاجرین په جبري توګه د سلواغې پر دویمه نېټه د هرات اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول

د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د راپور له مخې په دغو راستنېدونکو کې کورنۍ هم وې چې ۴۱۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیرخوراکي توکي یې ترلاسه کړل

دغه راز ۳۰ کورنیو ته لس لس زره افغانۍ ورکول شوې، ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان د وار چايلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا ۱۰۸ تنو ته په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو.