سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د کندهار د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو له مخې پرون د مرغومې پر ۲۶ مه ۲۹ کورنۍ چې ۱۴۰تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه یونیسیار، د مهاجرت او خوړو نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول
او ټولو کورنیو هرې یوې سره د لس لس زره افغانیو په ارښت مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور پر بنسټ ۲۰کورنۍ چې ۱۰۳ تنه کېږي د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مرستو په موخه یونیسیار او د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې.