لغمان ولایت کې د تازه مېشتېدنې ولایتي کمیټې یولسمه ناسته وشوه
د تازه مېشتېدنې ولایتي کمېټې یولسمه ناسته د لغمان ولایت د مرستیال او اړوندو ادارو په ګډون د مرغومې پر ۲۴ مه ترسره شوه
دمهاجرينو چارو رئيس مولوي غلام رحمان بلال په ناسته کې نویو کورنیو ته د ستونزو، غوښتنو، شمېر او شوو مرستو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل
نوموړي دغه راز له ټولو مرستندويه بنسټونو وغوښتل، چې له يادو کورنيو سره د مرستې په برخه کې د مهاجرینو چارو له رياست سره همکاري وکړي.
ورپسې د دولتي او نړیوالو بنسټونو مسوولینو پخپل وار سره خبرې وکړې او د خپلو نظرونو او غوښتنو له څرګندولو وروسته یې له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په موخه لازمې پرېکړې وکړې.
د لغمان مرستیال والي مولوي محمد اختر مزمل له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د لغمان له ولسونو سره بشپړه همکاري وکړي او دغه ولایت سره په مرستو کې ډېروالی راولي.