سمنګان او بدخشان ولايت کې له ٥٥ کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

   سمنګان او بدخشان ولایتونو کې پر ۵۵ جبري راستنېدونکو کورنیو د مرغومې پر ۲۴مه خوراکي توکي، خیمې او نغدي مرستې وویشل شوې.

   په یاده مرستهکې د بدخشان له هرو ۵۰ کورنیو سره یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ غنم، دوه کمپلې او ۳زره نغدي مرسته له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له خوا وشوه.

   او په سمنګان ولايت کې طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له لوري پر پنځو کورنيو يوه يوه خېمه ووېشل شوه.