سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

د تورخم او سپین بولدک له پولو د مرغومې پهر۲۱مه او ۲۲مه  ۴۰۵ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، له یادې پولې څخه ۴۳ کورنۍ چې ۲۲۳ تنه کېږي په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې او تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ٣٦ کورنۍ، چې ١٨٢ تنه کېږي، په جبري توګه د سپين بولدک له پولې څخه هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو رياست کې تر نوم ليکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور ږپېژندل شوې.

 او پر هرې کورنۍ د ګومارل شوې کمېټې له خوا لس لس زره افغانۍ وویشل شوې.