په اروزګان ولايت کې له سلو څخه زیاتو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د اروزګان ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو امریت د معلوماتو له مخې، د مرغومې میاشتې په ٢١مه نیټه  پر ١٢٣ کورنيو باندې نغدي او غير خوراکي توکي وويشل شول.

په يادو شويو کورنيو کې د دې ولايت د خاص اروزګان او چورې ولسواليو بېځايه شوې، زيانمنې شوې او راستنې شوې کورنۍ شاملې دي، چې پخوا د مهاجرينو او راستنېدونکو امریت له لوري پېژندل شوې وې.

هرې کورنۍ ته د مهاجرت نړیوال سازمان په مرسته ۱۳ زره او ۸۵۰  افغانۍ، ۳ کمپلې او د ژمنیو جامو یوه کڅوړه ورکړل شوه.