سمنګان ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr

 په سمنګان ولایت کې د مرغومې پر ۲۰ مه  پر ۳۷۸ کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه.

 دغه کورنۍ پخوا دمهاجرينو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې په دوو برخو کې يې د ملګرو ملتونو  عالي کميشنرۍ له لوري  د ١٣٠٠ زره او ۷۰۰  او۱۸ زره او ۷۶۰  افغانۍ مرسته ورسره وشوه.

 د يو بل خبر له مخې، د سمنګان ولايت په مرکز کې پر ٦٠ راستنېدونکو او بېځايه شوو مېرمنو چې په حرفوي زده کړو بوختې دي، د مهاجرت نړيوال سازمان له خوا د ٧  زره او ٨٠٠ افغانيو نغدي مرسته ووېشل شوه.