د ایران هیواد په کرمان ولایت کې د چاودنې له امله ۱۳ افغانان وژل شوي دي
د ایران هیواد په زاهدان ښار کې د مهاجرینو د اتشه دفتر د راپور په اساس، د روان کال د جدی میاشتې په دیارلسمه نېټه د ایران په کرمان ولایت کې د چاودنې له امله ۱۳ افغانان شهیدان شوي دي.
د کرمان ولايت د بهرنيو اتباعو او مهاجرينو د چارو عمومي ادارې په يادو شويو پيښو کې د وژل شويو افغان شهيدانو نومونه اعلان کړل، چې په لاندې ډول دي:
((رضا نورزهي، محمد قاسم احمدي، مریم تاجیک، محمد متین احمدي، محمد تاجیک ، نازنین فاطمه عزیزي، زهرا فیضي، نظیفه غفوري، نعمتالله اچکزهی، لطیفه اچکزهی، معصومه اچکزهی، امیر علي بامري و راز گل علیزهی.))
د چارواکو د پرېکړې او د هغوی د کورنیو د رضایت له مخې افغان شهیدان په ياد هېواد کې د یادې پېښې د نورو شهیدانو تر څنګ خاورو ته وسپارل شول.