په عمري کمپ کې له سلګونو راستنېدونکو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr

د خدماتو د کمېټې د راپور په اساس ، د ننګرهار ولایت د تورخم پر پوله د جدي میاشتې په ۱۷مه نیټه له پاکستان څخه په جبري توګه د راشړل شویو ۶۵۰  راستانې شویو کورنیو په عمري کمپ کې د لومړنیو بشري خدمتونو څخه ګټه پورته کړه.

د سرچينې په وينا، د يادې کمېټې له لوري پر يادو کورنيو چمتو شوي دری وخته خواړه، د څښاک اوبه او ګرمې جامې وېشل شوې دي.

دغه راز د ایثار اسلامي خيريه بنسټ له لوري پر د یادو کورنیو څخه یې ٢٠ کورنيو ته ژمنۍ جامې او کمپلې هم وېشلې دي.