میدان وردګو کې د مرستې ټولونې صندوق کېښودل شو
د میدات وردګ ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د راپور له مخې د مرغومي پر ۱۶ مه په دې ولایت کې د راستنېدونکو له پاره د مرستې راټولونې صندوق، د محلي ادارو د استازو په حضور کې کېښودل شو.
د مهاجرینو چارو رئیس له ټولو شتمنو، سوداګرو او عامو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل وس برابر له مهاجرینو سره مرسته وکړي.
دغه صندوق له اجباري راستنېدونکو سره د مرستې په موخه د امیرالمونین پر حکم او د یاد ولایت د والي پر هدایت د ګومارل شوې کمېټې له خوا د میدان ښار په مرکزي واټ کې د یوې اوونۍ په مخه کېښودل شو .