سلګونو کورنیو سره بادغیس کې مرسته وشوه

د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د مرغومي پر ۱۳مه ۹۶۶ کورنیو سره د پوښاک او نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ پخوا په قادس او آب کمري ولسوالۍ او د یاد ولایت مرکز کې د مهاجرینو چارو آمریت له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او له هغې وروسته د مهاجرت نړۍوال سازمان له خوا د ۱۳ زره او ۶۵۰ افغانیو، دوو کمپلو او ژمني پوښاک مرسته ورسره وشوه.