بامیان ولایت کې د تلپاتې ځای پر ځای کېدنې کمیټې غونډه وکړه

anwari_morr
-

 بامیان ولایت کې د مرغومي پر ۳ نېټه د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د تلپاتې ځای پرځای کېدنې کمیټې د اړوندو دولتي ادارو او بنسټونو د استازو په ګډون غونډه وکړه. 
 دغه غونډه د مهاجرينو او راستنېدونکو له‌پاره د مرستو راټولولو او همغږۍ په موخه ترسره شوه.
د مهاجرینو چارو آمر د راستنېدونکو د ستونزو په له منځه وړلو او ور ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د اړوندو ادارو او مؤسسو د همکارۍ قدرداني وکړه او له هغو څخه یې د تلپاتې همکارۍ غوښتنه وکړه او د اړوندو مسولینو له‌خوا ور ته د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ هم ورکړل شو.