په یوه ورځ کې د ایران څخه له ۳۰۰ څخه زیات مهاجرین، په خپله خوښه  خپل هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

 په ایران کې مېشت ۳۸۷ مهاجرین د لېندۍ د میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
 د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ د پورتنیو کسانو له جملې څخه د کورنیو  په ګډون ۱۶۵ اړمن کسان د مهاجرت نړۍوال سازمان ته د مرستو په موخه ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې. 

همدا راز په پوله کې د ټاکل شوو کمېټو له خوا دوو کورنیو هر یوې ته ۱۰ زره افغانۍ او ۸ تنو نورو ته یو یو وړیا سیمکارت وېشل شوي.
دغه راز ۲۱۰ تنه نور له روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شوي.